د جوزجان پوهنتون پیغام:

د جوزجان پوهنتون د هيواد په کچه یو ژمن، باکیفیته ،ښوونیز، علمي، څیړنیز او منل شوی تحصلي بنسټ دی، چې د مسلکي ځوانو کادرونو د ښې روزنې په موخه په بیلابیلو حیاتي او اقتصادي برخو کې په لوړ مورال او هیواد پالنې سره په تدریس بوخت دی.

د جوزجان پوهنتون درئیس پيغام :

د لوړو زده کړو د بنسټونو تقویت په هر هېواد کې لازم ګڼل کیږي، ځکه چې پوهنتونونه په انساني ټولنو کې د پوهې د وړاندې کونکې په توګه چې په علمي او څیړنیزو مرکزونو کې د نادرو فکرونو په  پیداکولو کې ارزښتمند رول لوبوي او ورسره د چارو د ښه سمبالښت د تخنیکي او اقتصادي پروژو د طرحو او رهبرۍ لپاره پیژندل شوی دی، په همدې اساس پوهنتون په مختلفو ټولنو کې د کار د اجراء د نوښت او اختراعاتو لپاره وړ او مناسب ځای ګڼل کیږي.

پوهنتونونه دخلکو د هوساینې او آرامتیا په موخه په زیاتره هیوادونو کې ښه شرایطو او مناسبو پریکړو ته زمینه برابروي، همدارنګه د استادانو په مشوره  ټولو ستراتیژیکي او تطبیقي پلانونو ته طرحې جوړوي، ځکه چې ټول دولتي مشران او رښتیني سیاسي څیرې د علمي او څیړنیزو مرکزونو د تاسس او پراختیا لپاره هڅه کوي ، هغوی پوهیږي چې د مختلفو سیمو خلک د خپلو وړتیاو په اساس د زده کړې د علمي او څیړنیزو طرحو د اجراء لپاره او همدارنګه  د یادو طرحو د عملي کولو په خاطر پخپل چاپیریال کې بیلابیل بدلونونه مینځ ته راوړي، نو پدې اساس دپوهې لاسته راوړل د هر هيواد وګړو ته په ځانګړي  ډول هغه هیوادونو ته ،چې دپراختیا په حال کې دي، ترټولو زیات ارزښت لري.

داچې زموږ ګران هیواد افغانستان هم  د هغو هیوادونه له ډلې څخه دی، چې د ښې ښوونې او روزنې د عامولو په برخه کې د علمي او مسلکي کادرونو روزلو ته ضرورت لري، ددې ضرورت په اساس نن په هیواد کې د لوړو زده کړو د ایجاد او پراختیا په خاطر د پام وړ دولتي او خصوصي پوهنتونه تآسیس شوي، او خپل فعالیتونو ته دوام ورکوي، د جوزجان پوهنتون هم په هیواد کې د نورو پوهنتونونو په څنګ کې په پوهې سمبال او مسلکي کادرونه چې د مارکیت د غوښتنې سره سم ځواب ویونکی وي وړاندي کوي، نو په دې اساس دا تحصیلي بنسټ د تاسیس څخه را پدېخوا د علمي او تدریسي خدمتونو په چوپړ کې دی.

درنښت

پوهندوی ديپلوم انجینر مسعود حقبین

د جوزجان پوهنتون ریس

پښتو
Image: 
Sub-title: 
د جوزجان پوهنتون ریس پیغام
Position: 
2