د جوزجان پوهنتون پیژندنه
د جوزجان پوهنتون لنډه تاریخچه
د جوزجان پوهنتون د ټولنې د جدي اړتیاوو، د فرهنګیانو او علمدوستانو د هڅو او هاند پر بنسټ، په ۱۳۶۶ هـ.ش کال کې د لومړي ځل لپاره د «ښوونکو د روزنې د عالي مؤسسې» په نوم په جوزجان ولایت کې تأسیس شو. وروسته، د لوړو زدهکړو د مؤسسو تر کچې له ارتقا سره، په دوو بېلو برخو او جلا تشکیلاتو کې د «میرزا الغبیګ د کانونو او صنایعو انستیتوت» او «امیرعليشیر نوایي د پداګوژۍ انستیتوت» تر عنوانونو لاندې په ۱۳۷۳ هـ.ش کال کې په رسمي توګه د لیسانس په کچه خپل فعالیت پیل کړ.
د ۱۳۸۰ هـ.ش کال د حوت په میاشت کې، د لوړو زدهکړو د محترم مقام د پرېکړې پر بنسټ، دواړه انستیتوتونه سره یوځای شول او تر ۱۳۸۸ هـ.ش کال پورې یې د «لوړو زدهکړو انستیتوت» په نوم فعالیت کاوه. د علمي، تدریسي او څېړنیزو فعالیتونو د دوام، د علمي کادر د غړو د ظرفیت لوړولو، د زیربناوو د پراختیا، د رهبرۍ هیئت او ټولو منسوبینو د ګډو هڅو او د لوړو زدهکړو وزارت د معیارونو د بشپړولو په پایله کې، په ۱۳۸۸ هـ.ش کال کې په رسمي توګه د جوزجان پوهنتون مقام ته ارتقا ورکړل شوه.
د جوزجان پوهنتون هڅه کوي چې د لوړ کیفیت لرونکي او د اوسني عصر اړتیاوو ته ځواب ویونکي علمي مرکز په توګه وده وکړي. د دې پوهنتون په رسالت او موخو کې د علمي او څېړنیزو شرایطو وړ کسانو لپاره د باکیفیته لوړو زدهکړو برابرول، د استادانو د مسلکي ظرفیت لوړول، د تدریس او زدهکړې د وضعیت ښه کول، د علمي پروګرامونو پراختیا او پلي کول، د پوهنتون د تشکیلاتي جوړښت پراختیا او له کورنیو او بهرنیو پوهنتونونو سره همغږي په پام کې نیول شوې ده.