لنډه تاریخچه
د جوزجان پوهنتون د ټولنې د بېړنیو اړتیاوو، د فرهنګیانو او علمدوستانو د هڅو او هاند په پایله کې په ۱۳۶۶ هـ.ش کال کې د لومړي ځل لپاره د «ښوونکو د روزنې د لوړې مؤسسې» تر نامه لاندې د جوزجان په ولایت کې تأسیس شو.
وروسته د لوړو زده کړو مؤسسو کچې ته په ارتقا سره، په دوو جلا برخو او بېلو تشکیلاتو کې د «میرزا اولوغ بېګ د کانونو او صنایعو انستیتوت» او «میرعليشېر نوایي د پیداګوژۍ انستیتوت» تر نومونو لاندې فعالیت پیل کړ. له ۱۳۷۳ هـ.ش کال راهیسې یې په رسمي توګه د لېسانس په کچه د ځوانو انجینرانو او مسلکي ښوونکو د روزنې په موخه خپل علمي او تدریسي فعالیتونه ترسره کول.
د ۱۳۸۰ هـ.ش کال د حوت په میاشت کې د هېواد د لوړو زده کړو وزارت د محترم مقام د پرېکړې پر بنسټ، دواړه انستیتوتونه سره یوځای شول او تر ۱۳۸۷ هـ.ش کال پورې یې د یوې واحدې رهبرۍ، ادارې او نوم لاندې د «جوزجان د لوړو زده کړو انستیتوت» په نوم خپل فعالیت ته دوام ورکړ.
د علمي، تدریسي او څېړنیزو فعالیتونو د دوام، د علمي کادر د غړو د ظرفیت لوړولو، د بنسټیزو زیربناوو د پراختیا او همدارنګه د دې علمي مرکز د رهبرۍ او ټولو منسوبینو د ګډو هڅو په پایله کې، یاد انستیتوت په ۱۳۸۷ هـ.ش کال کې د «جوزجان پوهنتون» کچې ته ارتقا وکړه.
د جوزجان پوهنتون ساحه (۸۷) جریبه ځمکه احتوا کوي، چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د دولت له باصلاحیته مراجعو څخه رسمي قباله لري.
اوسمهال جوزجان پوهنتون (۷) پوهنځي او (۳۹) فارغ ورکوونکي او غیرفارغ ورکوونکي ډیپارټمنټونه لري، چې په لاندې ډول دي:
پوهنځي او ډیپارټمنټونه
۱. د ساختماني انجینرۍ پوهنځی
ډیپارټمنټونه:
ترسیمي هندسه او تخنیکي رسم
نظري میخانیک
صنعتي او مدني ساختمانونه
هایدروتخنیکي ساختمانونه او مهندسي
۲. د کیمیاوي ټکنالوژۍ پوهنځی
ډیپارټمنټونه:
د عضوي موادو تولید
د غیر عضوي موادو تولید
د خوراکي توکو تولید
برېښنا
عمومي کیمیا
۳. د جیولوجۍ او کانونو پوهنځی
ډیپارټمنټونه:
نفت او ګاز
د جامدو ګټورو موادو اکتشاف
انجینري جیودیزي
د جامدو ګټورو موادو د کانونو استخراج
د چاپېریال ساتنه
عمومي تخنیکي مضامین
۴. د اقتصاد پوهنځی
ډیپارټمنټونه:
بانکي او مالي چارې
مدیریت او اداره
تشبثات
۵. د حقوقو پوهنځی
ډیپارټمنټونه:
اداره او ډیپلوماسي
قضا او څارنوالي
۶. د ټولنیزو علومو پوهنځی
ډیپارټمنټونه:
د ازبکي ژبې او ادبیاتو ډیپارټمنټ
د ترکي ژبې او ادبیاتو ډیپارټمنټ
تاریخ
ارواپوهنه
ژورنالېزم
اسلامي ثقافت
۷. د ښوونې او روزنې پوهنځی
ډیپارټمنټونه:
ریاضي
فزیک
کیمیا
بیولوژي
تاریخ
جغرافیه
د ازبکي ژبې او ادبیاتو ډیپارټمنټ
د ترکمني ژبې او ادبیاتو ډیپارټمنټ
د پښتو ژبې او ادبیاتو ډیپارټمنټ
د کمپیوټر زدهکړه
د دري ژبې او ادبیاتو ډیپارټمنټ
د انګلیسي ژبې او ادبیاتو ډیپارټمنټ
محصلین او علمي کادر
د ۱۴۰۰ هـ.ش کال د وروستیو احصائیو پر بنسټ، په جوزجان پوهنتون کې ټولټال (۷۴۷۹) تنه نارینه او ښځینه محصلین په زدهکړو بوخت وو، چې د (۱۷۶) تنو نارینه او ښځینه استادانو له خوا ورته تدریس کېده.
یادو استادانو له پوهیالي څخه تر پوهاند پورې علمي رتبې او د لېسانس، ماسټرۍ او دوکتورا تحصیلي درجې لرلې.
جوزجان پوهنتون