د لوړو زده کړو محترم وزیر جوزجان پوهنتون کې يوې سترې غونډې ته وینا وکړه

ju_pub
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۲:۴۸
27

د لوړو زده کړو وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب جوزجان ولایت ته سفر وکړ او په جوزجان پوهنتون کې يې یوې سترې غونډې ته چې د جوزجان والي قاري ګل‌ حیدر شفق، د جوزجان د علماوو شورا رئیس د جهادي مدرسې مهتمم، د یاد پوهنتون رهبري پلاوي، استادانو او سلګونو محصلینو پکې ګډون درلود وینا وکړه.

محترم شیخ صاحب ګډونوالو ته په خطاب کې وويل چې افغانستان د ټولو افغانانو ګد کور دی او له هر قوم څخه وړ کسان نظام کې خدمت لپاره ګومارل شوي دي.

محترم شیخ صاحب له ګډونوالو او محصلینو وغوښتل، چې خپل اتفاق او اتحاد وساتي او د دښمن په بې ځایه تبلیغاتو دې نه تېر وځي.

محترم شيخ صاحب محصلين د سبا ورځې رهبران وبلل او ترې ویې غوښتل، چې خپل ټول تمرکز په درسونو وساتي او د وخت ضایع کېدونکو وسایلو باندې د زده کړو قیمتي وخت ضایع نه کړي.

د لوړو زده کړو محترم وزیر همداراز د علم پر اهمیت او ارزښت خبرې وکړې او محصلین یې لا زده کړو ته وهڅول او ویې ویل، چې د علم زده کړه انسان ته د دنیا او اخرت کامیابي ور په برخه کوي.

د یادونې وړ ده، چې د لوړو زده کړو محترم وزیر د ياد ولايت د جهادي مدرسې څخه هم ليدنه وکړه او هلته يې مسوولينو او فاضلانو ته په جوړه شوې غونډه کې وينا وکړه او فاضلان يې خپلو زده کړو ته و هڅول.

نېټه: سه شنبه

۱۴۴۷هـ.ق د جمادي الأول ۲۷مه

۱۴۰۴هـ.ش، د عقرب ۲۷مه

۲۰۲۵م، د نومبر ۱۸مه

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۳:۱
Background image

په جوزجان پوهنتون کې «د افغانستان په تلپاتې پرمختګ کې د کانونو ونډه» تر عنوان لاندې دوه ورځنى داخلي کنفرانس پيل شو

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د جوزجان پوهنتون له لوري «د افغانستان په تلپاتې پرمختګ کې د کانونو ونډه) تر سرلیک لاندې دوه ورځني داخلي کنفرانس په پرانیسته کې د لوړو زده کړو وزیر محترم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۲:۴۸
Background image

د لوړو زده کړو محترم وزیر جوزجان پوهنتون کې يوې سترې غونډې ته وینا وکړه

د لوړو زده کړو وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب جوزجان ولایت ته سفر وکړ او په جوزجان پوهنتون کې يې یوې سترې غونډې ته چې د جوزجان والي قاري ګل‌ حیدر شفق، د جوزجان د علماوو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۱۶:۷
Background image

جوزجان او تخار پوهنتونونو له لوړو زده کړو وزارت څخه د تضمین کیفیت درېیمې مرحلې سند (بشپړ اعتبار) تر لاسه کړ

لوړو زده کړو وزارت جوزجان او تخار پوهنتونونو ته، د دغه وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو ریاست پلاوي تر کتنو او د یادو پوهنتونونو له لوري د تضمین کیفیت درېیمې مرحلې سند شرایطو تر. . .

BACK TO NEWS