په جوزجان پوهنتون کې د ۳۵۰ څخه د زیاتو محصلینو لپاره د پایلیک لیکلو لارښود د دوه ورځني سیمینار پای

ju_pub
دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۶:۲۲

د جوزجان پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو څخه د څلورمو ټولګيو له ۳۵۰ څخه د زیاتو محصلینو لپاره چمتو شوی دوه ورځنی سیمینار «د لیسانس دورې پایلیک د ترتیب اصولو، لارو چارو او پړاوونو پېژندنه» نن په بریالیتوب سره پای ته ورسېد.

دا علمي‑زده کړییزه برنامه په دوه ورځو کې د عمومي رئیس، مرستیالانو، یو شمېر کارکوونکو او د جوزجان پوهنتون د محصلینو په حضور کې ترسره شوه. یاد سیمینار د علمي څیړنو آمریت، د څیړنو او علمي مجلې معاونیت له خوا او د محصلینو د همغږۍ او خدماتو د امریت او د پوهنتون د محصلینو چارو معاونیت سره په همغږۍ چمتو شوی و.

په دې دوره کې ګډونوال د علمي څیړنې د نظري او عملي اساساتو، د موضوع د انتخاب اصولو، د معلوماتو راټولولو لارو چارو، علمي تحلیل د مېتودونو او د مونوگراف د معیاري جوړښت سره آشنا شول. همداراز د علمي امانتدارۍ، له علمي غلا څخه د ډډه کولو او د استدلال او د څیړنیزو موندنو د دفاع د وړتیا پیاوړتیا باندې هم ټینګار وشو.

پروګرام په دوو تخصصي برخو «ټولنیز‑انساني علومو» او «طبیعي‑انجینرۍ علومو» کې جوړ شوی و، ترڅو زده کړې د هر محصل له څانګې سره سم وړاندې شي.

په پای کې، مسئولينو د محصلینو د پراخ هرکلي څخه خوښي څرګنده کړه او هیله یې وښوده چې دا دوره به جوزجان پوهنتون کې د څیړنیزو پای لیکنو د کیفیت په ښه والي او د څیړنې د کلتور په لوړتیا کې مرسته وکړي. له ګډونوالو هم دا غوښتنه وشوه چې خپل زده کړي موضوعات عملي کړي.

نېټه: دوشنبه

۱۴۴۷ هـ.ق د ذوالقعده ۱۷مه

1405 هـ.ش د ثور ۱۴مه

۲۰۲۶ م د مې ۴مه

د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۰:۱۰
Background image

د پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت د جوزجان پوهنتون برېښنا شبکې د بیارغونې او ارتقا پروژې چارې پیل شوې

په دغه پروژه کې د زړو او خرابو پایو او لینونو پر ځای د نویو او معیاري پایو او لینونو وصل کول او له ۲۵۰ څخه ۴۰۰ کیلو واټه برېښنا ته د ترانسمېټر ارتقا شامله ده، چې په دې سره به د جوزجان. . .

جمعه ۱۴۰۵/۴/۵ - ۰:۱۲
Background image

د جوزجان او بامیان پوهنتونونو ترمنځ د علمي او څېړنيزو همکاريو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

دا هوکړه‌ليک د جوزجان پوهنتون عمومي رئیس مولوي سید شاه حمیدي او د بامیان پوهنتون عمومي رئیس مفتي حضرت محمد برهاني په شتون کې د یوې ناستې په ترڅ کې لاسلیک شو.

د دې هوکړه‌لیک موخه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۶:۲۲
Background image

په جوزجان پوهنتون کې د ۳۵۰ څخه د زیاتو محصلینو لپاره د پایلیک لیکلو لارښود د دوه ورځني سیمینار پای

د جوزجان پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو څخه د څلورمو ټولګيو له ۳۵۰ څخه د زیاتو محصلینو لپاره چمتو شوی دوه ورځنی سیمینار «د لیسانس دورې پایلیک د ترتیب اصولو، لارو چارو او پړاوونو پېژندنه» نن. . .

BACK TO NEWS