مقالی خبرتیا

ju_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۵ - ۱۵:۴۵
مقالی

د جوزجان پوهنتون د دېوان نړیواله علمي-څېړنیزه مجله چې په 1398ل کال کې رامنځته  شوې ده او د (7) ګڼو له خپرولو وروسته د 1402ل کال د لیندۍ میاشتې په (22) نېټه یې د لوړو زده کړو زارت د څېړنې، ژباړې او تألیف ریاست څخه په  22RCTD-GIJR-003-   ثبت ګڼه رسمي جواز ترلاسه کړی او له رسمي جواز وروسته يې دوه ګڼې نورې هم په بریالیتوب سره خپرې کړې دي. دا مجله په ویاړ سره تاسو ته خبر درکوي چې د اسلامي علومو په برخه کې د درنو استادانو، څېړونکو او محصلینو علمي مقالې چې په پښتو، دري، اوزبیکي، عربي، انګلیسي او ترکي ژبو لیکل شوې وي دخپرولو په موخه مني.
یادونه: د محصلینو مقالې به په دې شرط کتنپلاوي ته لېږل کېږي، چې د پوهنتون د استاد او یا د دوکتورا سند لرونکي شخص تر لارښوونې لاندې لیکل شوي وي.
د مقالې سپارلو څرنګوالی
ګرانو لیکوالانو! د دېوان نړيوالي مجلې د مقالو لیکلو لارښود او فارمټ د همدې مجلې له ویب پاڼې (https://www.diwan.com.af ) څخه ترلاسه کړئ، د فارمټ او لارښود له مخې خپلې څېړنیزې مقالې چمتو کړئ او د لاندې ایمیلونو له لارې را واستوئ. diwan@diwan.com & diwandergisi@gmail.com 
د مقالو ترلاسه کولو وروستۍ نېټه:
 د 1403 کال د وري میاشتې (15)/ 2024 د اپریل 3

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۵ - ۱۵:۵۶
Background image

د افغانستان اسلامی امارت د لوړو زده کړو سرپرست وزیر لارښوونې او سپارښتنې

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د مرکزي ریاستونو او امارتي پوهنتونونو مسؤلینو ته د تحصیلي نظام د لا پیاوړتیا په موخه لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۵ - ۱۵:۴۵
Background image

مقالی خبرتیا

د جوزجان پوهنتون د دېوان نړیواله علمي-څېړنیزه مجله چې په 1398ل کال کې رامنځته  شوې ده او د (7) ګڼو له خپرولو وروسته د 1402ل کال د لیندۍ میاشتې په (22) نېټه یې د لوړو زده کړو زارت د. . .

شنبه ۱۴۰۱/۳/۱۴ - ۱۱:۴۸
Background image

گرامیداشت از روز جهانی کتاب ، نمایشگاه کتاب در پوهنتون جوزجان برگزار گردید

ضمن گرامیداشت از روز جهانی کتاب ، نمایشگاه کتاب در پوهنتون جوزجان برگزار گردید.

۱۴۰۱/۳/۹ مصادف با ۱۴۴۳/۱۰/۲۹

بمناسبت افتتاح نمایشگاه یک روزه کتاب که به ابتکار مرکز انسجام امور محصلان. . .

BACK TO NEWS