لید لوری، ماموریت او موخی

لید لوری:

د جوزجان پوهنتون لوړاوی چې، د هیواد او سیمې په کچه د ټولني او بازار د کار او غوښتني سره سم د یوه علمي او معیاري بنسټ په توګه ځواب ویونکی وی

ماموریت:

د یو ټول منلي او معیاري تدریس لپاره لاره اوارول او د متخصصو کادرونو روزل چی به ملي او اسلامي ارزښتونو باوري او د هیواد خدمت ته ژمن وي.

ارزښتونه :

  • په اکاډومیکو کړنو کې ځیرتیا او ټینګښت (تولید ته پاملرنه، د پوهې برابرول او کار اخیستل )
  • د ازادۍ مراعاتول (مالي او علمي خپلواکي)
  • رښتینولي (اخلاقي کړنو ته درناوی او ملي ارزښتونو ته ژمنتیا )
  • ځوابوینه( مسئولیت منل )
  • برابري( د جنسیتي، توکمي، سمییز او ډلیز تعصباتو نه شتون)
  • وړتیا(د خپرونو عملي کول، دخدمتونو ارزښت او وړاندې کول او کاري کیفیت په نظر کې نیول)
  • هڅه، نوښت او وړتیا
  • د کړنو په تطبیق کې د روڼتیا زمینه برابرول او د حساب ورکونې د اصولو مراعت
  • باور (د همکارانو ترمنځ په  کړنو کې برابره ونډه او د فردي تمرکز نه شتون)

موخې:

  • دباکیفیته علمي او تدریسي خدمتونو د وړاندې کولو په څرنګوالي څارنه
  • د علمي او تحقیقي برنامو په لاره اچول او پراختیا
  • د علمي، مسلکي کادرونو او اداري کارکوونکو د ظرفیت لوړونه
  • د ماسترۍ د پروګرامونو د تاسیس او تطبیق طرحه
  • د څېړنې او تدریس په برخه کې د معیاري بنسټونو پراختیا او نوښت
  • د ظرفیت لوړونې په برخه کې د جذب او استخدام لپاره هڅه