مقالی خبرتیا
د جوزجان پوهنتون د دېوان نړیواله علمي-څېړنیزه مجله چې په 1398ل کال کې رامنځته شوې ده او د (7) ګڼو له خپرولو وروسته د 1402ل کال د لیندۍ میاشتې په (22) نېټه یې د لوړو زده کړو زارت د څېړنې، ژباړې او تألیف ریاست څخه په 22RCTD-GIJR-003- ثبت ګڼه رسمي جواز ترلاسه کړی او له رسمي جواز وروسته يې دوه ګڼې نورې هم په بریالیتوب سره خپرې کړې دي. دا مجله په ویاړ سره تاسو ته خبر درکوي چې د اسلامي علومو په برخه کې د درنو استادانو، څېړونکو او محصلینو علمي مقالې چې په پښتو، دري، اوزبیکي، عربي، انګلیسي او ترکي ژبو لیکل شوې وي دخپرولو په موخه مني.
یادونه: د محصلینو مقالې به په دې شرط کتنپلاوي ته لېږل کېږي، چې د پوهنتون د استاد او یا د دوکتورا سند لرونکي شخص تر لارښوونې لاندې لیکل شوي وي.
د مقالې سپارلو څرنګوالی
ګرانو لیکوالانو! د دېوان نړيوالي مجلې د مقالو لیکلو لارښود او فارمټ د همدې مجلې له ویب پاڼې (https://www.diwan.com.af ) څخه ترلاسه کړئ، د فارمټ او لارښود له مخې خپلې څېړنیزې مقالې چمتو کړئ او د لاندې ایمیلونو له لارې را واستوئ. diwan@diwan.com & diwandergisi@gmail.com
د مقالو ترلاسه کولو وروستۍ نېټه:
د 1403 کال د وري میاشتې (15)/ 2024 د اپریل 3