لید لوری، ماموریت او موخی
لید لوری:
د جوزجان پوهنتون لوړاوی چې، د هیواد او سیمې په کچه د ټولني او بازار د کار او غوښتني سره سم د یوه علمي او معیاري بنسټ په توګه ځواب ویونکی وی
ماموریت:
د یو ټول منلي او معیاري تدریس لپاره لاره اوارول او د متخصصو کادرونو روزل چی به ملي او اسلامي ارزښتونو باوري او د هیواد خدمت ته ژمن وي.
ارزښتونه :
- په اکاډومیکو کړنو کې ځیرتیا او ټینګښت (تولید ته پاملرنه، د پوهې برابرول او کار اخیستل )
- د ازادۍ مراعاتول (مالي او علمي خپلواکي)
- رښتینولي (اخلاقي کړنو ته درناوی او ملي ارزښتونو ته ژمنتیا )
- ځوابوینه( مسئولیت منل )
- برابري( د جنسیتي، توکمي، سمییز او ډلیز تعصباتو نه شتون)
- وړتیا(د خپرونو عملي کول، دخدمتونو ارزښت او وړاندې کول او کاري کیفیت په نظر کې نیول)
- هڅه، نوښت او وړتیا
- د کړنو په تطبیق کې د روڼتیا زمینه برابرول او د حساب ورکونې د اصولو مراعت
- باور (د همکارانو ترمنځ په کړنو کې برابره ونډه او د فردي تمرکز نه شتون)
موخې:
- دباکیفیته علمي او تدریسي خدمتونو د وړاندې کولو په څرنګوالي څارنه
- د علمي او تحقیقي برنامو په لاره اچول او پراختیا
- د علمي، مسلکي کادرونو او اداري کارکوونکو د ظرفیت لوړونه
- د ماسترۍ د پروګرامونو د تاسیس او تطبیق طرحه
- د څېړنې او تدریس په برخه کې د معیاري بنسټونو پراختیا او نوښت
- د ظرفیت لوړونې په برخه کې د جذب او استخدام لپاره هڅه