په جوزجان پوهنتون کې «د افغانستان په تلپاتې پرمختګ کې د کانونو ونډه» تر عنوان لاندې دوه ورځنى داخلي کنفرانس پيل شو

ju_pub
Thu, Nov 27 2025 1:01 PM
28

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د جوزجان پوهنتون له لوري «د افغانستان په تلپاتې پرمختګ کې د کانونو ونډه) تر سرلیک لاندې دوه ورځني داخلي کنفرانس په پرانیسته کې د لوړو زده کړو وزیر محترم شيخ الحديث مولوي نداﺀ محمد نديم، د دې وزارت علمي معین شيخ ضيا الرحمن الاريوبي، د کانونو وزارت علمي معین مولوي حسام الدین حسام، د جوزجان ولايت والي قاري ګل حيدر شفق، د ياد ولايت د علماوو شورا رئیس، د جوزجان پوهنتون رئیس مفتي سیدانورالحق حبيبي، د ولايتي ادارو یو شمېر رئیسانو، د پوهنتونونو استادانو او محصيلينو حضور درلود.

د یاد کنفرانس په پرانیسته کې د لوړو زده کړو وزیر محترم شیخ ‌صاحب په خپلو خبرو کې وويل، چې هر نظام د کانونو استخراج لپاره مسلکي کسانو ته اړتیا لري او دا چې زموږ ملک له طبیعي زيرمو ډک دی؛ نو د استخراج لپاره د مسلکي کسانو جدي اړتیا لیدل کېږي، چې په همدې موخه بايد ټول استادان کوښښ وکړي، څو ځوان نسل ژمن او مسلکي وروزې.

محترم شيخ صاحب زياته کړه، چې ژمنتيا او شفافیت د اسلامي امارت له اصلي اصولو څخه دي او استادانو ته په خطاب کې یې وویل چې موږ تاسو ته هر ډول امکانات په اختيار کې درکوو او د خپلو محصلينو هر ډول ملاتړ ته چمتو يو. دغه راز د خپلو خبرو په دوام کې یې ټینګار وکړ، چې د پوهنتونونو ټول مسؤلین باید سره همغږي شي او د افغانستان پر مهمو موضوعاتو څېړنې وکړي او اړوندو ادارو ته یې د عملي کولو په موخه وړاندې کړي.

همدارنګه په یاده غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د کانونو وزارت علمي معین، د جوزجان ولايت والي او يو شمېر نورو مسؤلينو هم په خپلو خبرو کې وويل، چې کانونه يوازې د ملت سرمایه نه؛ بلکی يو الهي امانت هم دی، باید کوشش وکړو چې په دې امانت او سرمایه کې ثابت قدم واوسو، ځکه چې کانونه زموږ شمتني ده او بايد په ګډه يي ساتنه وکړو.

د يادونې وړ ده چې په دغه دوه ورځني کنفرانس کې به په اړونده موضوع د ۳۰ په شاوخوا کې علمي مقالې د پوهنتونونو استادانو او متخصصینو له لوري وړاندې شي.

نېټه: چهارشنبه

۱۴۴۷هـ.ق د جمادي الأول ۲۸مه

۱۴۰۴هـ.ش، د عقرب ۲۸مه

۲۰۲۵م، د نومبر ۱۹مه

Latest news

Mon, Jul 28 2025 2:38 PM
Background image

More than 50 fourth-year students of the Faculty of Law and Political Science of Jawzjan University complete their internships

More than 50 fourth-year students of the Faculty of Law and Political Science at Jawzjan University successfully completed a forty-day internship in various departments.

The students. . .

Sat, Jun 04 2022 11:48 AM
Background image

گرامیداشت از روز جهانی کتاب ، نمایشگاه کتاب در پوهنتون جوزجان برگزار گردید

ضمن گرامیداشت از روز جهانی کتاب ، نمایشگاه کتاب در پوهنتون جوزجان برگزار گردید.

۱۴۰۱/۳/۹ مصادف با ۱۴۴۳/۱۰/۲۹

بمناسبت افتتاح نمایشگاه یک روزه کتاب که به ابتکار مرکز انسجام امور محصلان. . .

Sat, Jun 04 2022 11:13 AM
Background image

مورخ ۲۷حمل ۱۴۰۱ اولین جلسه شورای علمی پوهنتون جوزجان

مورخ ۲۷حمل ۱۴۰۱ اولین جلسه شورای علمی پوهنتون جوزجان تحت ریاست محترم پوهنیار حیات الله حقجو رئیس پوهنتون جوزجان در سالون کنفرانس این نهاد تحصیلی برگزار شد. درین جلسه که محترم داکتر عتیق. . .

BACK TO NEWS