د جوزجان او بامیان پوهنتونونو ترمنځ د علمي او څېړنيزو همکاريو هوکړهلیک لاسلیک شو
دا هوکړهليک د جوزجان پوهنتون عمومي رئیس مولوي سید شاه حمیدي او د بامیان پوهنتون عمومي رئیس مفتي حضرت محمد برهاني په شتون کې د یوې ناستې په ترڅ کې لاسلیک شو.
د دې هوکړهلیک موخه د دواړو پوهنتونونو ترمنځ د اکاډمیکو اړیکو پیاوړتیا، د ګډو علمي او څېړنیزو همکاریو پراختیا بلل کېږي.
نېټه: پنجشنبه
۱۴۴۸ هـ.ق د محرم الحرام ۹مه
۱۴۰۵ هـ.ش د سرطان ۴مه
۲۰۲۶ م د جون ۲۵مه
د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
